نړیوال بانک: د افغانستان ناخالصو کورنیو تولیداتو ۲.۷سلنه وده کړې

17 قوس 1403 ساعت 10:19

نړیوال بانک وايي چې افغانستان په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده درلوده.


نړیوال بانک وايي چې افغانستان په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده درلوده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، خو د مالي محدودیتونو، د سوداګرۍ د توازن نشتوالي او د پانګونې د ظرفیت  محدودیت له امله د ودې دغه کچه د هېواد د بنسټیزو اقتصادي ستونزو په حل کې ډېره مرسته نه‌ده کړې.

د نړیوال بانک دغه راپور کې راغلي چې د افغانستان اقتصاد د منځنۍ ودې سره-سره بیا هم له جدي ننګونو سره مخ دی او په دغو ننګونو کې مالي خنډونه، د سوداګرۍ ناانډولي او د پانګونې برخه کې د محدود ظرفیت ننګونې شاملې دي.

د نړیوال بانک د راپور له‌ مخې، د افغانستان ناخالصو کورنیو تولیداتو ۲.۷سلنه وده کړې، خو دغه وده یوازې د تېر اقتصادي زیان ۱۰ سلنه جبران کوي.

د دغه بانک د راپور په یوه برخه کې راغلي چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د افغانستان صادرات په خپل حال پاتې، خو واردات ډېر شوي چې دغه چاره د سوداګرۍ کسر لاپراخوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178374

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178374/

جمهور
  https://www.jomhornews.com