نړیوال بانک وايي چې افغانستان په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده درلوده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، خو د مالي محدودیتونو، د سوداګرۍ د توازن نشتوالي او د پانګونې د ظرفیت محدودیت له امله د ودې دغه کچه د هېواد د بنسټیزو اقتصادي ستونزو په حل کې ډېره مرسته نهده کړې.
د نړیوال بانک دغه راپور کې راغلي چې د افغانستان اقتصاد د منځنۍ ودې سره-سره بیا هم له جدي ننګونو سره مخ دی او په دغو ننګونو کې مالي خنډونه، د سوداګرۍ ناانډولي او د پانګونې برخه کې د محدود ظرفیت ننګونې شاملې دي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د افغانستان ناخالصو کورنیو تولیداتو ۲.۷سلنه وده کړې، خو دغه وده یوازې د تېر اقتصادي زیان ۱۰ سلنه جبران کوي.
د دغه بانک د راپور په یوه برخه کې راغلي چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د افغانستان صادرات په خپل حال پاتې، خو واردات ډېر شوي چې دغه چاره د سوداګرۍ کسر لاپراخوي.
جمهورخبري آژانس