۰

طالبانو د ناروې د سفیر د نه منلو په اړه ناخوښي څرګنده کړه

شنبی ۱۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۱
د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دوی په اوسلو کې د دې ډلې د سفیر د نه منلو په اړه د ناروې له پریکړې څخه خواشیني دي.
طالبانو د ناروې د سفیر د نه منلو په اړه ناخوښي څرګنده کړه
د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دوی په اوسلو کې د دې ډلې د سفیر د نه منلو په اړه د ناروې له پریکړې څخه خواشیني دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د ناروې هېواد له لوري د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې د کمولو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

هغه وویل، هیله لرو چې دا ډول پرېکړې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو پورې اړه نه لري.

نوموړي زیاته کړه چې قونسلګرۍ ته لاسرسی د ټولو اتباعو اساسي حق دی، موږ له ټولو خواوو په کلکه غوښتنه کوو چې د نړیوالې همکارۍ په روحیه دې اصل ته لومړیتوب ورکړي.

د یادولو وړ ده چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې په اوسلو کې د طالبانو د ډلې د سفیر منل ناشوني دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي