ناروې: په اوسلو کې د طالبانو د ډلې د سفیر منل ناشوني دي

17 قوس 1403 ساعت 10:09

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وايي، په اوسلو کې د طالبانو د ډلې له سفیر سره تماس نیول او ترلاسه کول ناشوني دي.


د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وايي، په اوسلو کې د طالبانو د ډلې له سفیر سره تماس نیول او ترلاسه کول ناشوني دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سپینبرت ایدې د جمعې په ورځ ( د لیندۍ ۱۶ مه) وویل، دوی طالبانو ته په ښکاره ویلي، چې په اوسلو کې د دوی د نوي سفیر منل ناشوني دي.

هغه زیاته کړه، له افغانستان سره به د ناروې اړیکې او تعامل دوام ولري، خو له طالبانو سره به ډیپلوماټیکې اړیکې کمې شي.

دغه نفرت په داسې حال کې څرګندیږي چې طالبانو ډلې د روغتیايي تعلیمي موسسو دروازې د نجونو پر مخ تړلي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178371

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178371/

جمهور
  https://www.jomhornews.com