د افغانستان د نجات ملي شورا خپل موجودیت اعلان کړ

17 قوس 1403 ساعت 10:06

د طالبانو یو شمېر مخالفو سیاسي څېرو د «افغانستان د ژغورنې ملي اجماع» تر نامه لاندې یو نوی ایتلاف جوړ کړ.


د طالبانو یو شمېر مخالفو سیاسي څېرو د «افغانستان د ژغورنې ملي اجماع» تر نامه لاندې یو نوی ایتلاف جوړ کړ.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغې جرګې په یوه مجازي غونډه کې خپل موجودیت اعلان کړ، چې په کې عطا محمد نور، عبدالرب رسول سیاف، محمد اسمعیل خان، یونس قانوني، احمد مسعود، مارشال عبدالرشید دوستم، صلاح الدین رباني، عمر داوودزی، کریم خلیلي، سرور دانش، محمد الماس زاهد، راحله دوستم، شاه جهان، عبدالحق شفق، تادین خان او صادق مدبر. او نور سیاستوالان ګډون لري.

د دغه فورم موخه له اوسني حالت څخه د افغانستان ژغورل او د طالبانو له ډلې سره مقابله ده.

د دغه ائتلاف غړو د خپل شتون د اعلانولو په موخه په مجازي غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت او له اوسني بحران سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.

دغه ائتلاف ټینګار کوي چې د سیاسي او ټولنیزو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او یووالي له لارې د هېواد بحران ته د حل لاره موندل کېدای شي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 178370

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178370/

جمهور
  https://www.jomhornews.com