د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزایرانو شورا اته ویشتمه غونډه نن (سېشنبې،د لیندۍ ۱۳مه) د ایران په مشهد کې پای ته ورسېده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغې غونډه کې پر سوداګرۍ، انرژۍ، لېږد رالېږد، د چاپېریال ساتنې پر پایښت او د باثباته اقتصاد پر ودې خبرې اترې شوې دي.
دغه غونډه د طالبانو د استازي له حضور پرته پای ته ورسېده.
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر شراجالدین مهرالدین په دغې غونډه کې ویلي چې، افغانستان د ایکود غړي په توګه کولای شي چې، په سیمه کې لا انسجام او اقتصاد په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
یوې ایراني رسنۍ د سراجالدین مهرالدین له قوله لیکلي:«موږ فکر کوو چې، د ایکو حوزې دغه هېواد کولای شي د لا زیاتې همغږۍ لپاره په سیمه کې، د اقتصاد په پراختیا کې د پام وړ رول ولوبوي او د څو اړخیزو ارتباطي طرحو له پلي کېدو او د خورا سټراټیژیکو پانګونو له کېدو سره مرسته وکړي چې، تاجیکستان له دې مسئلې ملاتړ کوي.»
د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۹۸۵ کې د ایران، ترکیې او پاکستان له لوري جوړ شو او په ۱۹۹۲ کې یې پراختیا ومونده. او افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان یې هم غړیتوب خپل کړ.
د دغه سازمان موخې او ماموریتونه د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، په بېلابېلو برخو لکه کرنې، انرژۍ، ټرانسپورت او اړیکو په برخو کې د همکارۍ لپاره د مناسبې فضا رامنځته کول، د خلکو د ژوند د کچې لوړول او په سیمه کې د بېوزلۍ کمول دي.
د ایکو په ۲۸مه غونډه کې د دغه سازمان سرمنشي او د ایران، ترکیې، ترکمنستان، قزاقستان، پاکستان، ازبیکستان، قرغزستان، اذربایجان او تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون وو او ټاکل شوې چې، د ایکو د وزیرانو شورا ۲۹مه غونډه په ۲۰۲۵ کال کې په قزاقستان کې وشي.
جمهورخبري آژانس