۰

د افغانستان او ترکمنستان سرحدي سیمه کې لنډ مهاله بندر جوړېږي

چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۱
د افغانستان او ترکمنستان سرحدي سیمه کې لنډ مهاله بندر جوړېږي
د طالبانو مالیې وزارت، د افغانستان او ترکمنستان په سرحدي سیمه کې د مؤقت بندر د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو د مرستیال عبدالمتین سعید په مشرۍ د کانونو او پټرولیم، ملي دفاع، کورنیو چارو او د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوي؛ د ترکمنستان د سرحدونو چارو وزارت له معین ایلمانوف، د ټاپي پروژې له رئیس مراد امانوف او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره کتلي دي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د ټاپي پروژې لپاره د افغانستان خاورې ته د تخنیکي کارکوونکو، وسایلو او ماشینرۍ د لېږدولو، د کارکوونکو د وېزو او کاري ساعتونو د مشخصولو او د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د آسانه لېږد په موخه د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي سیمې اسلیم چشمه کې د لنډمهاله بندر د جوړېدو خبرې شوې دي.

طالب پلاوي د ټاپي پروژې د عملي کولو بشپړ ډاډ ورکړی او په سرحدي سیمه کې یې د کارکوونکو د تګ راتګ، د وسایلو او ماشینرۍ لېږد او د کار د رسمي وخت په اړه د ترکمنستان لوري وړاندېزونه د تائید وړ بللي چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د نظر له تبادلې وروسته به عملي شي.

د ترکمنستان پلاوي هم د ټاپي پروژې د کار د چټکوالي او اړینو وسایلو د برابرولو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي