۰

ایراني چارواکی: سلګونه بندي افغانان به افغانستان ته ولېږدول شي

چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۶
یوه ایراني چارواکي له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې په دغه هېواد کې ۵۰۰ بندي افغانان به افغانستان ته ولېږدول شي.
ایراني چارواکی: سلګونه بندي افغانان به افغانستان ته ولېږدول شي
یوه ایراني چارواکي له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې په دغه هېواد کې ۵۰۰ بندي افغانان به افغانستان ته ولېږدول شي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې هغه زیاته کړې چې د دغو بندیانو نوملړ هم د طالبانو حکومت ته استول شوی دی، څو د هویت له تثبیت وروسته، د ایران له زندانونو د افغان کډوالو د لېږد لومړی پړاو پیل کړي.

دغه  چارواکي همدارنګه ویلي، تمه کېږي چې، د روان کال تر پایه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد دوه یا درې پړاوه بشپړ شي.

د ایران دغه قضایي چارواکي دغه‌راز زیاته کړې، چې په ایران کې تر ټولو زیات زندانیان افغان کډوال دي، چې د توکو د قاچاق، غلا او وژنې په جرمونو زنداني شوي دي.

له دې سره هم‌مهاله، د طالبانو عمومي ویاند ویلي،چې په تېرو درېیو کلونو کې له ایرانه افغانستان ته ۴۰۰۰ افغان زندانیان رالېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي