کونړ کې ۲۶ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي سوځول شوي

14 قوس 1403 ساعت 8:14

د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ٣.١ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۶ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي له منځه وړل شوي دي.


د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ٣.١ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۶ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي له منځه وړل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه توکي چې په کې ۳۵۱ ډوله بېلابېل درمل، خوراکي توکي او مشروبات شامل وو، د یو ګډ کمیسیون په همکارۍ راټول او وسوځول شول.

د یاد ولایت ځایي مسوولینو له سوداګرو غوښتي، چې د خلکو د ژوند د خونديتوب لپاره هېواد ته د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو او خوراکي توکو له واردولو ډډه وکړي.

د عامې روغتیا ریاست مسوولین زیاتوي، چې په راتلونکي کې به هم د بې کیفیته توکو او درملو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178321

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178321/

جمهور
  https://www.jomhornews.com