د لوګر ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولینو خبر ورکړی، چې په روان کال کې یې ۹.۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې، ویلي دغه عواید د ۴۷۲ جوازسیرونو او ۱۵۹۳ لایسنسونو د توزیع او تمدید له لارې راټول کړل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د لوګر په لویو لارو کې د ترافیکي نښو د لګولو چارې هم ٧٠ سلنه بشپړې شوې دي.
جمهورخبري آژانس