کندهار کې د چت پرېوتو له امله درې خویندې مړې شوي

14 قوس 1403 ساعت 8:05

د کندهار په شپږمه ناحیه کې د یو کور چت پرېوتو له امله درې خویندې مړې شوې دي.


د کندهار په شپږمه ناحیه کې د یو کور چت پرېوتو له امله درې خویندې مړې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه هغه مهال شوې چې د دغه کور خاوند غوښتل چې د خونې د څڅېدو د مخنیوي په پار د خونې پر بام کانکرېټ واچوي چې د بام له درنېدو له امله بام پرېوتی او په خونه کې درې تنه ناستې خویندې تر لاندې شوې.

سرچېنې وايي، چې د دغو مړو شویو نجونو عمرونه د شپږو او دیارلسو کلونو تر منځ وو.

تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونو د چتونو د پرېوتو له امله ځیني کسان وژل شوي چې ډېر یې مېرمنې او ماشومان وو.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178316

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178316/

جمهور
  https://www.jomhornews.com