۰

کندهار کې د چت پرېوتو له امله درې خویندې مړې شوي

چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۵
د کندهار په شپږمه ناحیه کې د یو کور چت پرېوتو له امله درې خویندې مړې شوې دي.
کندهار کې د چت پرېوتو له امله درې خویندې مړې شوي
د کندهار په شپږمه ناحیه کې د یو کور چت پرېوتو له امله درې خویندې مړې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه هغه مهال شوې چې د دغه کور خاوند غوښتل چې د خونې د څڅېدو د مخنیوي په پار د خونې پر بام کانکرېټ واچوي چې د بام له درنېدو له امله بام پرېوتی او په خونه کې درې تنه ناستې خویندې تر لاندې شوې.

سرچېنې وايي، چې د دغو مړو شویو نجونو عمرونه د شپږو او دیارلسو کلونو تر منځ وو.

تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونو د چتونو د پرېوتو له امله ځیني کسان وژل شوي چې ډېر یې مېرمنې او ماشومان وو.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي