نږدې ۴ زره افغانان په درې عربي هېوادونو کې بندیان دي

13 قوس 1403 ساعت 7:41

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان کې نږدې ۴‌زره افغانان بندیان دي.


د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان کې نږدې ۴‌زره افغانان بندیان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي چې، دغه هېوادوال په دغو هېوادونو کې، په بېلابېلو جرمونو نیول شوي، د هغوی د خلاصون او هېواده ته یې د دوسیو د رالېږدولو لپاره هڅې روانې دي.
 
نوموړي ویلي«په عربي هېوادونو کې کابو ۴ زره تنه بندیان لرو چې، په بېلابېلو جرمونو بندیان شوي دي. د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې، دغه کډوال ازاد کړي او دوسیه یې افغانستان ته ولېږدول شي. همدارنګه موږ له ایراني چارواکو سره وخت او ناوخته کتنې کړې دي او توانېدلي یو چې، ۴ زره بندیان افغانستان ته ولېږدوو.»

افغان کډوال د عربي هېوادونو سربېره، ځينې افغانان دم‌ګړۍ په ګاونډیو هېوادونو کې هم بندیان دي او هېواد ته د دغو بندیانو د رالېږد لپاره هڅې روانې دي.

بلخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې، په تېر یوه کال کې ۵ زره او ۷۰۰ افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې ازاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي.

جمهوخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178293

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178293/

جمهور
  https://www.jomhornews.com