بغلان کې شپږ ډوله خالص نباتي غوړي تولیدېږي

13 قوس 1403 ساعت 7:29

د بغلان ولایت ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې له ۲۰ څخه په زیاتو وړو او سترو کارخونو کې شپږ ډوله خالص نباتي غوړي تولیدېږي.


د بغلان ولایت ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې له ۲۰ څخه په زیاتو وړو او سترو کارخونو کې شپږ ډوله خالص نباتي غوړي تولیدېږي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې له دې ډلې چګد، کنجد او زغر یې مشهور غوړي دي. په یاد ولایت کې د زغر غوړیو د یوې کارخونې مسوولین وایي چې دوی درې سترې او شل وړې د غوړیو تولیدي کارخونې فعالیت لري، چې د ټولټال ۷۰ کسانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د دوی په خبره، چې د چګد، کنجد او زغر غوړي په لوړ کیفیت او ارزانه بیه عرضه کېږي او د خلکو علاقه‌مندي ورځ تر بلې زیاتېږي.

ورته مهال، د بغلان د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر ۶ زره هکتاره ځمکه زغر کرل شوي، چې له هغې څخه شاوخوا ۳ زره ۸۷۵ مټریکه ټنه حاصلات ترلاسه او د تېر په پرتله ۷۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178288

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178288/

جمهور
  https://www.jomhornews.com