د اِکو سازمان غړو هېوادونو غونډه نن په ایران کې جوړېږي

13 قوس 1403 ساعت 7:25

ایراني رسنیو ویلي، چې د اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه به نن د ۲۰ بهرنیو پلاویو تر منځ د ایران په مشهد ښار کې جوړه شي.


ایراني رسنیو ویلي، چې د اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه به نن د ۲۰ بهرنیو پلاویو تر منځ د ایران په مشهد ښار کې جوړه شي.

د جمهور اژانس د خبر له مخې د دغې غونډې د اجنډا چمتو کولو په موخه د کارپوهانو ناسته د اِکو سازمان د مشر او د غړیو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو په موجودیت کې نن سهار پیل شوه، چې سبا به یې غونډه ترسره شي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې د اذربایجان، ترکیې، تاجکستان او قزاقستان چارواکي په دې غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 178286

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178286/

جمهور
  https://www.jomhornews.com