د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه جوړیږي

12 قوس 1403 ساعت 15:05

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې د افغانستان په اړه به یوه غونډه وکړي.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې د افغانستان په اړه به یوه غونډه وکړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبه (د لیندۍ ۱۲ مه) اعلان وکړ، چې دغه شورا به روانه میاشت د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي مرستو د دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا، د اکوادور سفیر اندریس مونتالو سوسا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر، د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر استازې ( OCHA) او د مدني ټولنې استازي به په دې غونډه کې خبرې وکړي.

امنیت شورا د دې غونډې دقیقه نېټه نه ده اعلان کړې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178282

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178282/

جمهور
  https://www.jomhornews.com