په سمنګان ولايت کې د ډبرو سکرو د يوه کان د نړېدو له امله يو کارګر مړ شو

12 قوس 1403 ساعت 15:03

د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله د دغه کان یو کارکوونکی وژل شوی دی.


د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله د دغه کان یو کارکوونکی وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سمنګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي، دغه پېښه تېره ورځ د دره صوف بالا ولسوالۍ په «شقول» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د رحماني په وينا، په دې پېښه کې د دغه کان يو کار کوونکى، چې د بلخ ولايت اوسېدونکى و، مړ شوى او د دغه کان مړى يې کورنۍ ته سپارل شوى دى.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178281

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178281/

جمهور
  https://www.jomhornews.com