د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله د دغه کان یو کارکوونکی وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سمنګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي، دغه پېښه تېره ورځ د دره صوف بالا ولسوالۍ په «شقول» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د رحماني په وينا، په دې پېښه کې د دغه کان يو کار کوونکى، چې د بلخ ولايت اوسېدونکى و، مړ شوى او د دغه کان مړى يې کورنۍ ته سپارل شوى دى.
جمهورخبري آژانس