د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کارپیل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه (د لیندۍ ۱۲ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار په حقیقت کې روان دی.
د یادولو وړ ده چې د ټاپي پروژه به هر کال د ترکمنستان د ګلکینش د ګازو له ساحې څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز انتقالوي.
جمهورخبري آژانس