کابل کې د ایران نوی سفیر: له افغانستان سره اړیکې لا پراخوو

12 قوس 1403 ساعت 7:51

په کابل کې د ایران سفارت نوی سرپرست علي رضا بیګدلي خپل رسمي ماموریت د پيلولو په موخه کابل ته رارسېدلی. بیګدلي وایي، د ده تر ټولو مهم ماموریت له افغانستان سره د ګاونډیتوب د اړیکو پراختیا ده او هڅه به وکړي چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې کړي.

د جهمهور آژانس د خبر له مخې علي رضا بیګدلي، د افغان کډوالو د حضور په تړاو وایي چې، ایران غواړي افغان کډوال په قانوني ډول دغه هېواد ته ورشي او زیاتوي، هڅه به وکړي چې، په ایران کې د افغان کډوالو د حضور مسئله په ښه ډول تنظیم شي.

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس فیضان‌الله ناصري چې، د ایران د سفارت د نوي سرپرست د هرکلي لپاره ورغلی و، د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې ښې بولي او زیاتوي چې، علي رضا بیګدلي د افغانستان په مسایلو کې ښه تجربه لري او هیله‌من دی چې، دغه اړیکې به نورې هم پراخې شي.

جمهورخبري آژآنس
 
د مطلب کود: 178257

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178257/

جمهور
  https://www.jomhornews.com