۰

نیمروز کې یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی

دوشنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۴۶
د نیمروز ولایت ځايي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د نږدې ۱۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
نیمروز کې یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی
د نیمروز ولایت ځايي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د نږدې ۱۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې وايي، دغه روغتیایي مرکز د یاد ولایت زرنج ښار په سیاه چشمان کلي کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د ۱۵۷ زره ۳۳۵ امریکايي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې دغه روغتیايي مرکز په یوه پوړ کې د ۱۶ خونو په درلودلو سره جوړ شوی او دا د ځايي خلکو لخوا د کډوالو د روغتیايي ستونزو د حل لپاره یوه ښه اقدام دی شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي