د طالبانو دکډوالو وزیر کابل کې د چین له سفیر سره کتلي

12 قوس 1403 ساعت 7:44

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره کتلي.


د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره کتلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې د چین له لورې د ١٠٠ میلیونه «ین» په ارزښت د مرسته شویو توکو دویمې جوپې د لېږد او څرنګوالي په اړه خبرې شوې.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر د چین له مرستې مننه کړې او ترې غوښتي یې دي، چې د ژمي په رارسیدو سره د کډوالو اړتیاوې زیاتې شوې او ژر باید دغه مرستې ترلاسه کړي.

د چین سفیر ویلي، چې د دې جوپې تخنیکې چارې پای ته رسیدلي او له اداري پروسې وروسته به یې د دې میاشتې په پای کې لېږد پيل شي.

په ناسته کې دواړو لورو د کډوالو ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه له یو بل سره په همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178254

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178254/

جمهور
  https://www.jomhornews.com