۰

د طالبانو دکډوالو وزیر کابل کې د چین له سفیر سره کتلي

دوشنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۴۴
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره کتلي.
د طالبانو دکډوالو  وزیر کابل کې د چین له سفیر سره کتلي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره کتلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې د چین له لورې د ١٠٠ میلیونه «ین» په ارزښت د مرسته شویو توکو دویمې جوپې د لېږد او څرنګوالي په اړه خبرې شوې.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر د چین له مرستې مننه کړې او ترې غوښتي یې دي، چې د ژمي په رارسیدو سره د کډوالو اړتیاوې زیاتې شوې او ژر باید دغه مرستې ترلاسه کړي.

د چین سفیر ویلي، چې د دې جوپې تخنیکې چارې پای ته رسیدلي او له اداري پروسې وروسته به یې د دې میاشتې په پای کې لېږد پيل شي.

په ناسته کې دواړو لورو د کډوالو ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه له یو بل سره په همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي