کرکټ؛ مجیب ځدراڼ بیرته له ملي لوبډلې سره یو ځای شو

12 قوس 1403 ساعت 7:42

افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې پياوړی سوکه توپ اچوونکی مجیب الرحمن ځدراڼ به د زمبابوې پر وړاندې يو ورځنیو او شل اوریزه لوبلړيو کې یو ځل د خپل هیواد په استازيتوب ولوبېږي.


افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې پياوړی سوکه توپ اچوونکی مجیب الرحمن ځدراڼ به د زمبابوې پر وړاندې يو ورځنیو او شل اوریزه لوبلړيو کې یو ځل د خپل هیواد په استازيتوب ولوبېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مجیب ځدراڼ چې له ډېرې مودې راهيسي د لاس د ټپ له کبله له افغان لوبډلې سره په لوبو کې نه و؛ اوس تازه د لوبلړيو لپاره د لوبغاړو نوملړ کې اعلان شوی دی.

کرکټ بورډ ويلي، چې په دې نوملړ کې يې د لومړي ځل لپاره تکړه کیڼ لاسی پيليز توپ وهونکي زبید اکبري او په شل اوریزو لوبو کې يې دروېش رسولي هم شامل کړی دی.

د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، د افغانستان او زمباموې ترمنځ دغه سيالۍ به د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې د ډسمبر مياشتې پر ۱۱ مه نېټه پيل شي او د ۲۰۲۵ کال د جنوري مياشتې تر شپږمې نېټې پورې به دوام وکړي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178253

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178253/

جمهور
  https://www.jomhornews.com