د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) راپور ورکړی، چې په افغانستان کې به د ژمي په رارسېدو سره له هرو څلورو کورنیو څخه یوه د کافي خوراکي توکو له ستونزې سره مخ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد بنسټ ټینګار کړی، چې په هیوادکې میلیونونه وګړي د خوراکي توکو له بحران سره لاس او ګریوان دي او د هېواد یو پر څلورمه برخه نفوس د دې توان نه لري چې د ژوند د دوام لپاره کافي خواړه برابر کړي.
ډبلیو ایف پي زیاته کړې، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې په ټول افغانستان کې له ډېرو زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره ۶۸۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.
بلخوا د اقتصاد وزارت هم په افغانستان کې د بې وزلۍ په راکمولو کې د خوړو نړیوال پروګرام او ورته نورو مرستندویه بنسټونو مرستې اغېزمنې بللې دي.
جمهورخبري آژآنس