هرات کې د پاشدان بند د اوبو زېرمه کولو بهیر پيل شوی

12 قوس 1403 ساعت 7:39

د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په پاشدان بند کې د اوبو د زېرمه کولو بهیر پيل شوی دی.


د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په پاشدان بند کې د اوبو د زېرمه کولو بهیر پيل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په خبره د یاد بند ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د پاشدان اوبو بند کې د اوبو زیرمه کولو بهیر پیل ته د هرات اوسېدونکي هم خوشحاله دي.

په ورځني ډول ځینې هېوادوال د اوبو د دغه بند لیدو ته ورځي. د پاشدان اوبو بند هرات ښار ته د نږدېوالي له امله د زرغونې سیمې پراختیا او تر ځمکې لاندې اوبو کچې پیاوړتیا برخه کې مهم رول لري.

د پاشدان اوبو بند د کرخ سیند پر سر د هرات ښار ختیځ پنځلس کیلومترۍ کې جوړ شوی دی.

دغه بند د ۵۴ مېلیون متره معکبه اوبو زېرمه کولو، دوه مېګاواټه برېښنا تولید او د دیارلس زره هکتاره کرنیزې ځمکه خړوبولو وړتیا لري.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178251

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178251/

جمهور
  https://www.jomhornews.com