د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په پاشدان بند کې د اوبو د زېرمه کولو بهیر پيل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په خبره د یاد بند ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د پاشدان اوبو بند کې د اوبو زیرمه کولو بهیر پیل ته د هرات اوسېدونکي هم خوشحاله دي.
په ورځني ډول ځینې هېوادوال د اوبو د دغه بند لیدو ته ورځي. د پاشدان اوبو بند هرات ښار ته د نږدېوالي له امله د زرغونې سیمې پراختیا او تر ځمکې لاندې اوبو کچې پیاوړتیا برخه کې مهم رول لري.
د پاشدان اوبو بند د کرخ سیند پر سر د هرات ښار ختیځ پنځلس کیلومترۍ کې جوړ شوی دی.
دغه بند د ۵۴ مېلیون متره معکبه اوبو زېرمه کولو، دوه مېګاواټه برېښنا تولید او د دیارلس زره هکتاره کرنیزې ځمکه خړوبولو وړتیا لري.
جمهورخبري آژآنس