تېرو دوو میاشتو کې له ایرانه هېواد ته د ۱۰۰ افغان کډوالو جنازې رالېږدول شوي

8 قوس 1403 ساعت 8:37

د نیمروز سیمه‌ییز مسوولان وايي چې، په تېرو دوو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو نږدې ۱۰۰ جنازې دغه ولایت ته رالېږدول شوې دي.


د نیمروز سیمه‌ییز مسوولان وايي چې، په تېرو دوو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو نږدې ۱۰۰ جنازې دغه ولایت ته رالېږدول شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغو مسوولانو په وینا، طبیعي مرګ، د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو ډزې او ترافیکي پېښې د دغو افغان کډوالو د مړینې لاملونه بلل کېږي.

د نیمروز د والي مرستیال سید سلیما اغا بهیر وايي، کابو په دوو میاشتو کې به تر ۱۰۰ جنازې موږ ته راغلي دي. کله په ورځ کې یوه، درې او کله هم پنځه جنازې وي.

د هغه په وینا، داسې ویلی شو چې په دوو میاشتو کې ۹۰ تر ۱۰۰ جنازې راځي چې، عوامل یې بېلابېل دي چې، ډېر لږ یې په طبعي مرک وي او ډېر یې اعدام او یا په مرزي سیمو باندې د سرحدي ځواکونو لخوا ویشتل شوي وي.

د نیمروز د سیمه‌ییزو مسوولینو د شمېرو پر بنسټ په ورځني ډول پنځه جنازې له ایرانه د نیمروز ولایت ته رالېږدول کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې، د ایران له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ له چټکېدو سره لاهم په ورځني ډول سلګونه هېوادوال د کار نشتوالي او وزګارۍ له امله په ناقانونه لارو ایران ته سفر کوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178154

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178154/

جمهور
  https://www.jomhornews.com