د اقلیمي بدلون منفي اغېزو افغانستان له ډېرو ننګونو سره مخ کړی

8 قوس 1403 ساعت 8:27

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان د اقلیمي بدلون منفي اغېزې د بشري وضعیت د خرابېدو لامل شوې دي.


د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان د اقلیمي بدلون منفي اغېزې د بشري وضعیت د خرابېدو لامل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې کمېټې زیاته کړې، چې دې چارې افغانستان له زیاتېدونکو ننګونو سره مخ کړی دی.

د راپور له مخې، افغانستان اوس د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی، چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانمنونکی دی، چې د افغانستان پر چاپېریال، اقتصاد او نفوس یې ناوړه اغېز کړی دی.

دې کمېټې ویلي چې دوی هڅه کوي، په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغېزو په کمولو او تطبیق کې مرسته وکړي او د اوبو د ښه مدیریت او دوامداره برېښنا رسولو او په هېواد کې د کرنې معیشت ساتنې له لارې د خلکو ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178150

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178150/

جمهور
  https://www.jomhornews.com