پسکوف: له ممنوعه لېست څخه د طالبانو د ایستلو هڅې دوام لري

8 قوس 1403 ساعت 8:18

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د طالبانو له سرپرست حکومت سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.


د کرملین ویاند دیمتري پسکوف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د طالبانو له سرپرست حکومت سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پسکوف د خبري کنفرانس پر مهال د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه د سرپرست حکومت ایستلو پوښتنې په ځواب کې ویلي، دې برخه کې هڅې دوام لري، چې تر نهایي کېدو وروسته به له رسنیو سره شریک شي.

نوموړي دې کنفرانس کې د افغانستان سرپرست حکومت سره د روسیې اړیکې مهمې بللې دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د روسیې امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو کابل ته د سفر پر مهال د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو سره کتنه کې ویلي، چې د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه د طالبانو حکومت ایستل وروستي پړاو ته رسېدلي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178145

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178145/

جمهور
  https://www.jomhornews.com