په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو راپور ریښتیا نه دی

8 قوس 1403 ساعت 8:14

د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د نشه ایزو موادو د کښت او تولید د ۳۰ فیصده زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتو وروستی راپور رد کړ او ویې ویل، دغه راپور له حقیقته لرې دی.


د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د نشه ایزو موادو د کښت او تولید د ۳۰ فیصده زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتو وروستی راپور رد کړ او ویې ویل، دغه راپور له حقیقته لرې دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو د ډلې ویاند عبدالمتین قانع په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه وزارت د نشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره په خپل ټول توان کار کړی دی.

نوموړي ویلي، د کورنيو چارو وزارت له خوا ليکل شوي د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د دفتر هغه راپور چې د نشه يي توکو په کښت او توليد کې زياتوالى ښيي، ردوي او له حقيقته لرې ګڼي.

طالبان وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او تولید په اړه د کورنیو چارو وزارت د ارزونو پر بنسټ په تېر یوه کال کې د تېرو کلونو په پرتله په دې برخه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

ده وويل چې د دغې ډلې پوليسو له نشه يي توکو سره د مبارزې په ځانګړي ډول د هېواد په ټولو ولايتونو کې د کوکنارو د کروندو په له منځه وړلو کې يو شان عمل کړى او هيڅ کومه سيمه چې د نشه يي توکو کرکېله ده د دغو ځواکونو له سترګو لرې نه ده پاتې شوې.

د يادونې وړ ده، چې له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو دفتر په خپل يو راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او توليد ٣٠ سلنه زيات شوى دى.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178144

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178144/

جمهور
  https://www.jomhornews.com