افغانستان نن د کرېکټ ۱۹ کلونو درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې پاکستان ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه او دا لوبلړۍ یې وګټله.
د جمهور آژانس د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو د درې اړخيزې لوبلړۍ په پايلوبه کې افغان لوبډلې پاکستانۍ هغې ته په ۵۰ اورونو کې د ۲۵۱ منډو هدف ټاکلی و.
خو پاکستان په ۴۸ اورونو کې یوازې ۲۲۹ منډې وکړې او هدف یې تر لاسه نه شو کړای.
د افغانستان له لوري نورستاني عمرزي او نصیرخان معروفخېل دوه دوه، عبدالعزیز، خاطر ستانکزي، الله محمد غضنفر او عزېر نیازي یو یو پاکستانی توپوهونکی وسوځاوه.
د افغان لوبډلې له لوري تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې برکت ابراهیمزي وکړې او ورپسې نظیف الله امیري ۵۶ او فیصل شینوزاده ۴۱ رنزونه/منډې وکړی شوې.
د لوبې پر مهال افغان لوبډلې د شلو اورونو پای ته له رسېدو سره خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او ۷۸ منډې یې جوړې کړې وې.
خو وروسته لوبغاړو د وېکټې ساتنې هڅه وکړه او تر ۴۴ اووره یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې جوړې کړې.
د برکت ابراهیمزي توپوهنې او تر څنګ یې د نظیف الله امیري ملګرتیا د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې 'رن رېټ' ښه او پاکستان ته د نسبتاً لوړ هدف په ټاکلو کې مهم رول ولوباوه.
جمهورخبري آژانس