د پروان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د د یوه سربند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه سربند د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یاد ولایت جبل السراج ولسوالۍ په وزیري بالا قلعه ګلبهار کلي کې جوړ شوی دی.
دغه سربند چې ۱۵.۷ متره اوږدوالی لري؛ په جوړېدو سره یې د یادې سیمې۱۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او ۱۰۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو برابرې شوې دي.
جمهورخبري آژانس