کندوز کې د ۳ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي

7 قوس 1403 ساعت 8:37

د کندوز ولایت د ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.


د کندوز ولایت د ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په یادو پروژو کې د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیې کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۰۰ متره سړک او ۳۱۵ متره ابرونو جوړول شامل دي، چې چارې به یې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د مسوولینو په خبره د کندز ښاروالۍ د سکتوري او تخنیکي آمریت ټیمونه به د دې پروژو د تطبیق له ټولو پړاوونو څارنه او نظارت کوي، ترڅو چارې یې په معیاري ډول بشپړې شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178113

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178113/

جمهور
  https://www.jomhornews.com