۰

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو د جرمني له سفیر سره کتلي

چهارشنبه ۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۱
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغې خونې مشرتابه پلاوي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د افغانستان لپاره د جرمني له سفیر رولف رینارد سره د یوې غونډې په ترڅ کې خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی دی.

په دې غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند، د جرمني له سفیره غوښتي، چې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

د افغانستان لپاره د جرمني سفیر بیا ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خصوصي سکټور او د جرمني دولت ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه‌والي، د افغانستان د کوچنیو او منځنیو متشبثینو د ملاتړ او د افغانستان خلکو ته د جرمني د مرستو د دوام لپاره به هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي