په تېره یوه میاشت کې نږدې ۱۴۴ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

7 قوس 1403 ساعت 8:29

د احصایي او معلوماتو ملي اداره وایي، دغه پیژندپاڼې د ۷۹ مرکزونو او اسان خدمت سایټونو له ادرسه په کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې توزېع شوي دي.


د احصایي او معلوماتو ملي اداره وایي، دغه پیژندپاڼې د ۷۹ مرکزونو او اسان خدمت سایټونو له ادرسه په کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې توزېع شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند، محمد حلیم رافع  په دې اړه وايي: «په ټولو مرکزونو او سایټونو کې ۱۴۴ زره هېوادوالو ته پېژندپاڼې ویشل شوي، زموږ د معلوماتو لمخې تر ټولو زیاتې پېژندپاڼې دلته کابل کې ویشل شوي چې شمېر یې ۴۳ زرو ته رسېږي. موږ دمګرۍ د هېواد په کچه ۷۹ فعالې څانګې لرو. خوشبختانه یو مرکز له هېواده بهر هم لرو چې په متحده عربي اماراتو کې دی.»

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مسوولان دغه راز زیاتوي، چې دغه اداره ژمنه ده، چې هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمات وړاندې کړي او په همدې موخه یې په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونه پراخ کړي دي، څو د دغو سیمو اوسیدونکي وکړای شي په اسانۍ سره برېښنایي تذکرې واخلي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178109

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178109/

جمهور
  https://www.jomhornews.com