په یوه ورځ کې ۱۲۲ تنه شهیدان او ټپیان شول، په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۴۲۴۹ تنو ته ورسید

6 قوس 1403 ساعت 16:25

د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کې د اسرائیلو د رژیم د پوځ د بریدونو د شهیدانو شمیر ۴۴ زره ۲۴۹ تنو ته رسیدلی دی.


د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کې د اسرائیلو د رژیم د پوځ د بریدونو د شهیدانو شمیر ۴۴ زره ۲۴۹ تنو ته رسیدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کې د تېر کال د اکټوبر له ۷مې نېټې راهیسې پر غزې د اسرائیلي رژیم د پوځ د بریدونو د شهیدانو او ټپیانو وروستۍ شمېرې اعلان کړې ده.

د فلسطين د روغتيا وزارت د اعلاميې له مخې د تير کال د اکتوبر له اوومې نيټې څخه په غزې تړانګې د اسرائيلي صهيونېسټي فوځيانو د حملو په نتيجه کې تر اوسه پورې ٤٤ زره ٢٤٩ تنه شهيدان شوي دي.

دغه وزارت همداراز ویلي چې په غزې تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې د ټپیانو ټولټال شمېر ۱۰۴۷۴۶ تنو ته رسېدلی دی.

 د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو پوځ درې جنایتونه او وژنې کړي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت زیاته کړه چې د غزې په تړانګه باندې د اسرائیلو د پوځیانو د حملو په نتیجه کې څوارلس تنه شهیدان او ۱۰۸ تنه نور ژوبل شول.

 د روغتیا وزارت ټینګار وکړ یوشمیر شهیدان او ټپیان اوس هم په کوڅو او کنډو کې پراته دی او نیواکګر د مرستو له رسولو څخه مخنیوی کوی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178102

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178102/

جمهور
  https://www.jomhornews.com