د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کې د اسرائیلو د رژیم د پوځ د بریدونو د شهیدانو شمیر ۴۴ زره ۲۴۹ تنو ته رسیدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کې د تېر کال د اکټوبر له ۷مې نېټې راهیسې پر غزې د اسرائیلي رژیم د پوځ د بریدونو د شهیدانو او ټپیانو وروستۍ شمېرې اعلان کړې ده.
د فلسطين د روغتيا وزارت د اعلاميې له مخې د تير کال د اکتوبر له اوومې نيټې څخه په غزې تړانګې د اسرائيلي صهيونېسټي فوځيانو د حملو په نتيجه کې تر اوسه پورې ٤٤ زره ٢٤٩ تنه شهيدان شوي دي.
دغه وزارت همداراز ویلي چې په غزې تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې د ټپیانو ټولټال شمېر ۱۰۴۷۴۶ تنو ته رسېدلی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو پوځ درې جنایتونه او وژنې کړي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت زیاته کړه چې د غزې په تړانګه باندې د اسرائیلو د پوځیانو د حملو په نتیجه کې څوارلس تنه شهیدان او ۱۰۸ تنه نور ژوبل شول.
د روغتیا وزارت ټینګار وکړ یوشمیر شهیدان او ټپیان اوس هم په کوڅو او کنډو کې پراته دی او نیواکګر د مرستو له رسولو څخه مخنیوی کوی.
جمهورخبري آژانس