۰

ذبیح الله مجاهد: په تیرو دریو کلونو کې مو د شل زره ښځو حقونه خوندي کړي دي

سی شنبه ۶ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۵
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې د ۲۰ زره افغان مېرمنو حقوق خوندی کړي دي.
ذبیح الله مجاهد: په تیرو دریو کلونو کې مو د شل زره ښځو حقونه خوندي کړي دي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې د ۲۰ زره افغان مېرمنو حقوق خوندی کړي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن (د لړم ۶مه) په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د امربالمعروف وزارت د محتسبینو د هڅو په پایله کې د ميراث، مهر او نورو د شکايتونو اورېدلو او د هغو شل زره ښځو اساسي حقونه چې د ناسم کلتور او دودونو او ناسمې جبهې له امله ترې اخيستل شوي وو، خوندي کړي دي.

مجاهد وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې د ۵ زره ښځو د جبري ودونو مخه نیولې ده.

د طالبانو دا ادعا په داسې حال کې راپورته کیږي چې افغانستان د طالبانو ډلې ته تسلیم شوی و، دغې ډلې د ښځو پر وړاندې جدي او بې سابقې بندیزونه ولګول او د هیواد ښځې یې له اساسي حقونو څخه بې برخې کړې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي