د افغانستان په چارو کې د چین او ایران د هېوادونو ځانګړي استازي هڅه کوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د بهرنیانو د لاسوهنې مخه ونیسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت دوشنبه د لړم ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاونګ سره وکتل.
دواړو لورو له ترهګرۍ سره د مبارزې پر اړتیا، د سولې او ثبات د ټینګښت او په افغانستان کې د بهرنیانو د تفرقه اچونکو مداخلو د مخنیوي په هدف د سیمه ییزې تماس ډلې د نوښت پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د امریکا دوه سخت سیالان چین او ایران په سیمه کې د لویدیځ شتون له ننګونو ډک بولي او لویدیځ هیوادونه په دې سیمه کې بهرنیان ګڼي.
جمهورخبري آژانس