یونیسف: د پولیو واکسین له ښځینه واکسیناتورانو پرته ناشونی دی

5 قوس 1403 ساعت 14:58

د یونیسف سیمه ایز مشر په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د پولیو واکسین د ښځینه واکسیناتوران له شتون پرته ناشوني دي.


د یونیسف سیمه ایز مشر په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د پولیو واکسین د ښځینه واکسیناتوران له شتون پرته ناشوني دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په جنوبي اسیا کې د یونیسف سیمه ییز مشر ویج سیکارا ټینګار کړی، چې د ښځینه واکسیناتوران له شتون پرته د پولیو واکسین د تطبیق پروګرام ممکن نه دی.

هغه د اېکس ټولنیزې شبکې په خپل کارونکي حساب کې لیکلي چې "یوازې ښځینه واکسین کونکي کولی شي د میندو باور ترلاسه کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې ماشومان د پولیو واکسین ته لاسرسی لري."

ویل کیږي چې طالبانو د پولیو په کمپاین کې د ښځینه واکسیناتوران له ګډون څخه منع کړي او د هغوی د ګډون لپاره یې سخت شرایط وضع کړي دي.

د راپورونو له مخې، له نن څخه به د هېواد په جنوب، ختیځ، مرکز، شمال ختیځ او لویدیځ کې په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین تطبیق شي.

د طالبانو ډلې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د پولیو د واکسین د کمپاین په دې پړاو کې به شاوخوا ۵،۳ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي واکسین شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178055

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178055/

جمهور
  https://www.jomhornews.com