د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په ترکیه کې د استانبول ۲۰۲۴ حلال نندارتون ته بلل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت، چې د طالبانو تر واک لاندې دی، نن دوشنبه (د لړم ۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د ترکیې سفیر سنک اونل سره وکتل.
دواړو لورو د عزیزي د سفر او د ۲۰۲۴ کال د استانبول د حلال نړیوال نندارتون د پرانیستې په پروګرام کې د ګډون، د هغه د پلانونو او په ترکیه کې د غونډې په اړه خبرې وکړې.
طالبانو ویلي چې نورالدین عزیزي د ترکیې د جمهوري ریاست په رسمي بلنه د استانبول په نړیوال حلال نندارتون کې د ګډون لپاره ځي.
دا نندارتون به د 2024 کال د نومبر له 27 څخه تر 30 پورې د هغه هیواد په استانبول ښار کې د ماښام له 6 څخه تر 9 بجو پورې ترسره شي.
جمهورخبري آژانس