د طالبانو د ډلې ادعا:د شیعه ګانو په سیمو کې د اوبو او برښنا د نشتوالی ستونزې حل کوو

5 قوس 1403 ساعت 10:41

د طالبانو د ډلې د اوبو او انرژۍ سرپرست ملا عبداللطیف منصور پرون د شیعه علماو او مخورو د شورا له مشر سید حسن فضل زاده سره وکتل او ویې ویل چې د شیعه ګانو د اوبو او برښنا د کمښت ستونزه به هواره کړو.


د طالبانو د ډلې د اوبو او انرژۍ سرپرست ملا عبداللطیف منصور پرون د شیعه علماو او مخورو د شورا له مشر سید حسن فضل زاده سره وکتل او ویې ویل چې د شیعه ګانو د اوبو او برښنا د کمښت ستونزه به هواره کړو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د شیعه عالمانو او مخورو شورا له رئیس سید حسن فضل زاده سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد په بېلابېلو سياسي او ټولنيزو مسئلو په تېره بيا د افغانستان د شيعه ګانو د ځينو مسايلو او ستونزو په باب خبرې وکړې او د همکارۍ او متقابلو مرستو ژمنه يې وکړه.

طالبانو ویلي چې ملا عبداللطیف منصور د شیعه ګانو د اوبو او برېښنا د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړی چې د شته امکاناتو له مخې به ورسره چلند وشي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178035

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178035/

جمهور
  https://www.jomhornews.com