طالبانو او چین پر سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې

5 قوس 1403 ساعت 10:38

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوزی یونګ سره وکتل او دواړو لورو د سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.


د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوزی یونګ سره وکتل او دواړو لورو د سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن دوشنبه (د لړم ۵ مه) اعلان وکړ، چې د دغه وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړی استازی یو شیاونګ په مشرۍ د سولې په اړه خبرې کړې دي.

دواړو لورو د طالبانو او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې وکړې.

متقي د طالبانو او د چين د ولسي جمهوريت ترمنځ اړيکې مثبتې ارزولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د سوداګرۍ په برخه کې د پرمختګونو ستاينه وکړه.

د چین ځانګړي استازي همداراز د طالبانو او خپل هېواد ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پرمختګونه مثبت ارزولي او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر باید د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

دغه راز متقي تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره هم کتلي وو.

په دې کتنه کې د طالبانو او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي ډول پر اقتصادي همکاریو، پانګونې او ټرانزیټ خبرې وشوې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178034

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178034/

جمهور
  https://www.jomhornews.com