۰

په لوګر کې یوې خیریه موسسې درې بابه ښوونځي جوړوي

یکشنبه ۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۶
د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې یوې خیریه موسسې د ۱۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت په لوګر ولایت کې د ښوونځي درې بابه ودانۍ رغولي دي.
په لوګر کې یوې خیریه موسسې درې بابه ښوونځي جوړوي
د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې یوې خیریه موسسې د ۱۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت په لوګر ولایت کې د ښوونځي درې بابه ودانۍ رغولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د دغه هېواد د پوهنې وزارت نن (د لړم ۴ مه) یوه بیانیه خپره کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد د یوه ښوونیز بنسټ په مرسته یې د بي بي آمنه د شور لېسه پرانیستله.

د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د سنګ او حاجیان د پوهنې ریاست د مسوولینو له خوا جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

طالبان وايي، په ياده پروژه کې د ښوونځيو ترميم، د لمريزې برېښنا د سيسټم نصب، د اوبو رسولو د شبکې غځول او نور اړين کارونه شامل دي، چې ټولټال لګښت يې ١٢٣٠٠ زره افغانۍ دى.

باید وویل شي چې طالبانو ته د افغانستان په تسلیمولو سره دغه ډله د دې پر ځای چې ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو ته پام وکړي، هڅه کوي په هیواد کې د پاکستاني دیوبند په څېر دیني مدرسې پراخې او پراخې کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي