د کابل، د هېواد له مرکزي او شمالي سيمو څخه باوري سرچينو جمهور خبري اژانس ته وويل: طالبان هغه ځوانان چې له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران څخه خپلو کورونو ته راستنېږي، د شپې له خوا نامعلوم ځاى ته وړي.
له کابل او بامیانو څخه دوو باخبرو سرچینو جمهور خبري اژانس ته ویلي: په لسګونو داسې پېښې شوې دي چې طالبانو له ایران څخه راستانه شوي کسان د شپې له خوا نامعلوم ځای ته بیولي دي.
د باميانو يوې بلې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط جمهور خبري اژانس ته وويل: طالبانو د دغه ولايت د مرکز څلور اوسېدونکي چې له ايران څخه بېرته راستانه شوي وو، د شپې له خوا کابل ته لېږدول شوي دي.
له یوې اونۍ راهیسې طالبانو د بامیان په مرکز کې سخت امنیتي تدابیر نیولي او د بامیانو په دروازه، د اساسي قانون چوک او د فولاد درې په لاره کې یې څو پوستې جوړې کړي دي.
د باميانو اوسېدونکي وايي: وسله وال طالبان په دې پوسته کې له خلکو سره ډېر تاوتريخوالى کوي او تر اوسه يې د دغه ولايت څو اوسېدونکي نيولي او يو شمېر يې وهلي دي.
د باميانو-سرپل او باميان-بغلان د سرحدي سيمو يوې باخبره سرچينې هم جمهور خبري آژانس ته وويل: د باميانو لپاره د طالبانو والي ملا عبدالله سرحدي د دغه ولايت د سرحدي سيمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې هغه خلک چې زموږ سره همکاري نه کوي د هر ډول نظامي حرکت قیمت به د سیمې په توګه ادا کړي.
عبدالله سرحدي د دې ولایت د سرحدي سیمو اوسېدونکو ته وویل، چې طالبان هماغه طالبان دي، چې دوه لسیزې وړاندې وو، خو توپیر یې دا دی، چې د طالبانو مشر هر چا ته بښنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له شمال او بامیان او سرپل سره پر پوله پرتو ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې د یو شمېر پوځي فعالیتونو او چمتووالي غږونه اورېدل کېږي.
جمهورخبري آژآنس