د ناټو عمومي منشي له ډونالډ ټرمپ سره کتلي

4 قوس 1403 ساعت 10:58

د ناټو عمومي منشي مارک روټ په فلوریډا کې د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتلي.


د ناټو عمومي منشي مارک روټ په فلوریډا کې د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو یو ویاند پرون ویلي، چې په دې کتنه کې د ناتو پر وړاندې پر بېلابېلو نړیوالو امنیتي مسایلو خبرې وشوې.

تر دې مخکې د ناټو عمومي منشي ویلي و، چې غواړي له ټرمپ سره وګوري څو د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ د اړیکو له امله د پر مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177996

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177996/

جمهور
  https://www.jomhornews.com