د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدری د لوګر د مس عینک د مسو د MCCT (MJAM) قراردادي شرکت له مشر لیو جون سره وکتل او د دغو کانونو د استخراج د عملي کار په اړه یې خبرې وکړې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله د لوګر ولایت د مس عینک له مشر لیو جون سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دغې پروژې د عمومي پلان او د تولید او پراختیا د پلانونو او دغه راز د موسینک د تخنیکي همکاریو د ښه والي په اړه خبرې وکړې.
د MCCT شرکت مشر د مس عینک پروژې د تولید او انکشافي پلانونو د پیل ډاډ ورکړ.
د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک پروژې د عملي فعالیتونو په چټکتیا او پیل باندې د ټینګار په ترڅ کې د دغې پروژې د عملي فعالیتونو د ګړندي کولو او پیلولو په برخه کې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.
جمهورخبري آژانس