د طالبانو ډلې د دفاع وزارت سرپرست د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر سره وکتل او د سرحدي همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد د ملي دفاع وزارت، چې د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې ده، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره وکتل.
په کابل کې د دغه هېواد سفیر یوکسیایونګ جاوا شینګ. په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، پولو او پانګونې په اړه خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې د طالبانو د ډلې د دفاع وزارت سرپرست چین د افغانستان د خلکو مهم ملګری او شریک وباله او په ګډو برخو کې یې د دغه وزارت پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس