په هیواد کې د ټیټ کیفیت لرونکي پوډر شیدو تولید باید منع شي

4 قوس 1403 ساعت 10:27

د هېواد یو شمېر مالدارانو د طالبانو له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل او له طالبانو یې وغوښتل چې د ټیټ کیفیت لرونکي شیدو پوډر دې بند کړي.


د هېواد یو شمېر مالدارانو د طالبانو له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل او له طالبانو یې وغوښتل چې د ټیټ کیفیت لرونکي شیدو پوډر دې بند کړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالبانو ډلې نن یکشنبې (د لیندۍ ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د مالدارۍ د فارمونو د اتحادیې له یو شمېر استازو سره وکتل.

د دې اتحاديې استازو د دې اتحاديې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په کابل کې د شيدو مارکېټ پر ځان بسيا شوى او اوس شاوخوا ٢٠٠ فارمونه په کې کار کوي.

دوی په هېواد کې د بې کيفيته شيدو د بندېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې فابريکې دې له پاکو اصلي شيدو څخه کار واخلي، څو هېوادوال له باکيفيته شيدو برخمن شي.

د دغې اتحادیې استازو د دغې اتحادیې او فارمونو ستونزې د طالبانو له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال وویل چې د دغې ډلې امارت له پانګوالو او د کورنیو تولیدونکو د تولیداتو د ودې او پراختیا ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177981

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177981/

جمهور
  https://www.jomhornews.com